د ایران ولسمشر: ایران به د هرډول تیري په وړاندې غلی پاتې نشي

د ایران ولسمشر په داسې حال کې قرغزستان ته ولاړچې امریکا له نژدې یوې میاشتې ځنډ وروسته بیا پرایران بریدونه وکړل.

مسعود پزشکیان د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره بشکیک ته تر رسیدو مخکې نن دوشنبې په تهران کې ادعا وکړه چې ایران د جګړې په لټه کې نه دی او دا هغه روښانه پیغام دی چې تر اوسه یې نړۍ ته رسولی دی.

د ایران ولسمشر همداراز ویلي: "د هر ډول تېري پر وړاندې به هېڅکله غلی پاتې نه شي او تېري کوونکو ته به قاطع ځواب ورکړي."

د قرغزستان پلازمینه بشکیک به نن او سبا د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د ۲۶ سرمشریزې کوربه وي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې مسعود پزشکیان د دې سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم وګوري.