امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو توغولو دوه ځایونه په نښه کړل. یوه امریکایي چارواکي د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا برید وروسته له هغه ترسره شو چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د دې مهمې سمندري لارې پر لور د سمندري ماینونو لېږدونکو توغندیو د توغولو لپاره د چمتووالي په حال کې ولیدل شول.
د تیرې یکشنبې د ورځې دغه بریدونه په څه باندې یوه میاشت کې د ایران پر پوځي ځایونو د امریکا لومړنی مستقیم برید ګڼل کیږي چې په اړه یې راپور ورکړل شوی. دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې واشنګټن هڅه کوي هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ بیرته عادي بڼه غوره کړي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وویل چې امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي کې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ مسیرونه له سمندري ماینونو پاک کړی او په سیمه کې فعالیتونه له نږدې څاري.
په عین حال کې سپاه پاسدران وویل چې د غچ اخیستنې په توګه یې په اردن کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي. اردن چې د امریکا نږدې متحد دی، وویل چې نن دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې یې اته هغه توغندي شنډ کړل چې د دې هیواد هوايي حریم ته داخل شوي و.