د اروپایي ټولنې له غړیو هیوادونو افغانستان ته د هغو افغانانو د بیرته ستنولو هڅې په دې وروستیو کې ګړندۍ شوې چې په کوربه هیوادونو کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي یا یې درانه جرمونه ترسره کړي دي. دغوهڅود ډیپورټ له خطر سره مخ یوشمیرافغانان هم ډیراندیښمن کړي دي.
جرمني چې تراوسه یې په دې برخه کې مخکښ رول لوبولی او په لسګونو افغانان یې بیرته افغانستان ته استولي دي، د شنبې په ورځ تایید کړه چې د طالبانو یوه تخنیکي پلاوي ته یې په موقت ډول اجازه ورکړې څو افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو لپاره لازم اداري او قونسلي ترتیبات برابر کړي.
د جرمني ډي پي آې خبري آژانس د راپورله مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، د دې لپاره چې د شوې هوکړې له مخې افغانستان ته د افغانانو د بیرته ستنولو هدف ترلاسه شي، باید داسې اسناد صادرشي چې پرافغانستان واکمنو چارواکو ته د منلو وړ وي.
د تخنیکي د چارو د پیاوړي کیدو لپاه د طالبانو یوې ډلې ته د لنډې مودې لپاره جرمني ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوې
د دې وزارت په خبره د کافي پرسونل ترڅنګ لازم تخنیکي امکانات هم باید برابروي، په ځانګړي ډول کله چې د یو زیات شمیرافغان اتباعو بیرته ستنول په پام کې وي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه وویل، دې ته په پام چې دغه تخیکي شرایط ژر برابر شي، د تخنیکي د چارو د پیاوړي کیدو لپاه د طالبانو یوې ډلې ته د لنډې مودې لپاره جرمني ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوې. د راپورله مخې د طالبانو د دغې نوې ډلې شمیرندی ښودل شوی خو د جرمني این ډي ار رسنۍ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قوله وویل چې دا یودرې کسیز پلاوی دی چې د قطر له لارې جرمني ته تللی او د ۳۰ ورځو ویزه لري. د راپورله مخې پلاوی به په برلین، بن او مونشن کې د افغانستان له سفارت او قونسلګریو سره د اړوندو ترتیباتو په برخه کې کار وکړي.
د طالبانو یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي، د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړه چې یوه تخنیکي ډله د تخنیکي چارو د ترسره کولو لپاره جرمني تللې ده، خو هغه رسمي پلاوی نه دی او هدف یې دادی چې قونسلي چارې له مرکز سره وصلې او همغږې کړي.
که څه هم جرمني تراوسه رسماً د هغو افغانانو شمیر ندی څرګند کړی چې دا هیواد یې بیرته ستنول په پام کې لري خو په دې وروستیو کې په یوشمیرراپورونو کې د ټولو هغو افغان اتباعو شمیرشاوخوا شل زره کسان ښودل شوي چې د اروپایي ټولنې له غړیو هیوادونو د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
په دې لړکې په پام کې ده چې د اروپایي پارلمان د بشري حقونو فرعي کمیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د وږي په ۱۲ افغانستان ته د دې ټولنې د غړیو هیوادونو له خوا د هغو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د بیرته استولو پرموضوع بحث وکړي چې د دې ټولنې په غړیو هیوادونو کې یې د پناه غوښتنې ردشوي یا یې درانه جرمونه ترسره کړې وي.
اروپایي پارلمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بحث د را روانې پنجشنبې په ورځ پلان شوی خو د دې کمیټې غړي د افغانستان د بشري حقونو روان وضعیت هم په پام کې نیسي. د خبرپاڼې سره سم دا بحث وروسته له هغې ترسره کیږي چې اروپايي کمېسیون په جون میاشت کې په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره په غونډه کې افغانستان ته د افغانانو د بیرته ستنولو پرلارو چارو خبرې وکړې. جرمني د اروپایي ټولنې په هغو شلو هیوادونو کې شامل دی چې په جون میاشت کې یې بیرته خپل هیواد ته د افغانانو د ستنولو د بهیرملاتړکړی و. دې هیواد د نورو پرتله د ډیپورټ دغه لړۍ له څه مودې راهیسې ګړندۍ کړې ده. د تیرې سې شنبې په ورځ یې هم ۲۳ افغانان په یوې چارټرالوتنه کې کابل ته واستول او ویې ویل چې د دوی ډیری یې هغه کسان و چې په جرمني کې یې د جنسي تیري په ګډون درانه جرمونه ترسره کړې وو. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال د مارچ له میاشتې راهیسې ټولټال ۲۲۸ نارینه افغانستان ته استول شوي چې ډېری یې مجرمان وو.
د جرمني د حکومت دغه اقدام او په ټوله کې د اروپایي ټولنې د یوشمیرنورو غړیو هیوادونو دریځ چې افغانستان ته یې د افغان اتباعو د بیرته ستنولو د بهیرملاتړکړی، په دغو هیوادونو کې میشت یوشمیرافغانان په ځانګړې توګه هغوی چې د پناه غوښتنلیکونه یې ردشوي، ډیراندیښمن کړي دي.
که سبا مو افغانستان ته ولیږي، زه هلته د طالبانو په رژیم کې خو بیخي ژوند نشم کولای
په جرمني او فرانسه کې میشتو درې افغانانو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپورکې خپاره شي څه موده مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپلې اندیښنې داسې بیان کړې:
" زه اوس هم اندیښمن یم، که سبا مو افغانستان ته ولیږي، زه هلته د طالبانو په رژیم کې خو بیخي ژوند نشم کولای."
" زما دلته پنځه کاله ووتل او زره تقریباً ۶، ۷ واره منفي شوی یم. ویره خوشته نو، اوس څنګه وکړو، بله لارنشته، موږ سره بله چاره نشته."
" متاسفانه منفي ځواب مې ترلاسه کړی، د جرمني هیواد وروستۍ پریکړه زموږ لپاره ډیره اندیښمنونکې ده، ځکه چې بیرته لیږل مو نه یوازې راتلونکې له منځه وړي، بلکې ژوند مو ته مو جدي خطرپیښوي. د افغانستان اوسنی حالت د منلو ندی."
دا یوازې افغانان ندي چې له اروپایي هیوادونو د احتمالي بیرته ستنولو سره په هغه هیواد کې خپل ژوند ته د خطرونو له پلوه اندیښمن دي بلکې د بشري حقونو ډیرو نړیوالو بنسټونو هم د افغانستان روان بشري وضعیت د دې لپاره مناسب ندی بللی چې اروپایي هیوادونه دې افغانان هغه هیواد ته ولیږي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو د لوی کمیشنراو د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډیرو لورو په بروکسل کې په جون میاشت کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د اروپایي کمیسیون ترغونډې وروسته د اروپایي ټولنې له غړیو هیوادونو وغوښتل چې افغانستان ته د افغانانو بیرته ستنول ودروي ځکه د دوی په خبره هلته د بشري حقونو په ګډون بشري وضعیت ډیرخراب دی.
په دې اړه نور:
د م.م. د بشري حقونو کمېشنر د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اروپايي هیوادونو پر نویو قوانینو اندېښنه وښودهد بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې له اروپایي ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو د موضوع پرسر له طالبانو سره له همکاري ډډه وکړي او همدارنګه یې وویل چې د طالبانو ترواکمنۍ لاندې افغانستان د هغو کسانو لپاره چې په زوره بیرته ورستنول کیږي، خوندي ندی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر ولکر ترک له اروپایي هیوادونو وغوښتل چې هغه تګلارې ردکړي چې د افغانانو خوندیتوب او د بشري حقونو تضمینونه کمزوري کوي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینټ هم د ترک د دغو څرګندونو په ملاتړوویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو درناوی اړین دی او افغانان باید یوه نا امنه وضعیت ته بېرته ونه لېږل شي.