د ایران مشر مجبتي خامنه یې په یوه پیغام چې د دې هیواد دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ خپورکړی، له اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه د خلیج له هېوادونو، د یووالي غوښتنه کړې ده.
خامنه یي چې د اسلامي جمهوریت د درېیم مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې یې نه غږ خپور شوی او نه هم تصویر، په دغه تازه لیکلي پیغام کې امریکا او اسرائیل د ټولو اسلامي هېوادونو "اصلي دښمنان" بللي دي.
هغه همدارنګه ویلي چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافونه د هغوی د مخالفانو په ګټه دي او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي بهرني ګواښونه بللي، ګډ دریځ ولري.
پرایران د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو له پیل راهیسې، چې په نتیجه کې یې د هغه پلار د ایران مخکینی مشر علي خامنه یي هم ووژل شو، د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو د خلیج پر ټولو عربي هېوادونو بریدونه ترسره کړي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د دغو بریدونو لامل بللي دي.