د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د شلو هوکړه لیکونو لاسلیک

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او د ازبکستان د قشقه دریا ولایت د سوداګرو او خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د ۲۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، اعلان وکړ چې دغه هوکړه ‌لیکونه په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو او قشقه ‌دریا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوي دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو، د قشقه ‌دریا ولایت چارواکو، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه هوکړه‌ لیکونه د خوراکي توکو، سوداګریزو مالونو، ساختماني موادو، مالدارۍ، برقي وسایلو او مبل او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.

د دغو هوکړه‌ لیکونو د لاسلیک خبرداسې مهال ورکول کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت د پلاوو او د ازبکستان د چارواکو ترمنځ کابل او تاشکند ته تګ راتګ زیات شوی دی.

د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه‌ یف تېره میاشت افغانستان ته سفر کړی و.

له دغه سفر وروسته، د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې وویل چې افغانستان له چین او روسیې وروسته د ازبکستان په دریم لوی صادراتي بازار بدل شوی دی.