د طالبانو ویاند له ۶ ټولګي پورته د نجونو د زده کړې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه له څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل چې "اوس یې وخت نه دی" او تر دې وړاندې یې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

مجاهد تردې وړاندې څو ځله ټینګار کړی چې حکومت یې د اړینو شرایطو، لکه د ښوونیز نصاب برابرولو او د نجونو لپاره د جلا زده‌ کړو د زمینې برابرولو په برخه کې کار کوي؛ خو د پنځو کلونو له تېرېدو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

مجاهد په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، پرته له دې چې په مشخص ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څرګندونې وکړي، وویل چې که د افغانستان نفوس ۴۰ میلیونه وي، نو د ده په خبره له هرو څلورو کسانو څخه یو یې په زده‌ کړو بوخت دی.

هغه زیاته کړه چې په اوس وخت کې ۱۰ میلیونه او ۳۶۳ زره زده‌ کوونکي، محصلین او د دیني مدرسو طالبان په دولتي او خصوصي ښوونځیو، پوهنتونونو او دیني مدرسو کې پر زده‌ کړو بوخت دي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د تړل پاتې کېدو ترڅنګ، د طالبانو حکومت نجونې او ښځې له پوهنتونونو او د روغتیايي زده‌ کړو له مرکزونو څخه هم راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زمري په ۳۰مه اعلان وکړ چې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې له ۲،۶ میلیونو څخه ډېرې نجونې له زده‌ کړو پاتې شوې دي.