نيپالي چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هلته د مرګوني سیلاب له امله د مړو شمېر تر ۷۵۰ کسانو اوښتی دی.
ویره یې شته چې د مرګژوبلو شمېر لا پسې لوړ شي.
نږدې ۳۰۰۰ کسان لادرکه دي.
په هیمالیا کې د نیپال او تیبت تر منځ سرحدي سیمه تېره اوونۍ یوه زورور سیلاب لاندې کړه.
نور په عکسونو کې کتلی او لوستلی شئ
د نیپال د مرګوني سیلاب د مړو شمېر له ۷۵۰ کسانو واوښت
د نیپال د مرګوني سیلاب له امله د مړو شمېر ۷۵۰ ته ورسېد او نږدې ۳۰۰۰ نور کسان لادرکه دي
ژغورونکي لا هم په سیلاب ځپلو سیمو کې د ورکو کسانو د لټون عملیات مخته وړي.
نیپالي عسکرپه خټو کې د ایسار سړي د ژغورلو په حال کې دي. د رسووا هایدروپاور یوه تونل کې ګڼ کسان ایسار دي.
د لادرکو خلکو کورنۍ په ټلویزیون باندې مدام د مړو د هویت د تثبیت راپورونه څاري
د قربانیانو د یادښت مراسمد هند په چینای کې د یوه ښوونځي ماشومانو د نیپال د مرګوني سیلاب له امله د وژل شویو کسانو د یادښت لپاره شمعې بلې کړې