د سمندري چارو نړیوال سازمان (IMO) خبرداری ورکړی چې د ایران د جګړې له پیل شپږ میاشتې وروسته لا هم شاوخوا ۴۰۰ بېړۍ په خلیج کې بندې پاتې دي او په سیمه کې نور زرګونه سمندري کارکوونکي له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ دي.
د IMO سرمنشي ارسینیو دومینګېز د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "که څه هم ځینې بېړۍ او د هغوی عمله توانېدلې چې له خلیج څخه ووځي، خو د جګړې له پیل راهیسې تر ۴۰۰ پورې بېړۍ، چې شاوخوا ۶۰۰۰ سمندري کارکوونکي پکې دي، نه دي توانېدلي چې په خوندي ډول له سیمې ووځي."
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د ایران د جګړې له پیل راهیسې یې په خلیج کې، په ځانګړي ډول په هرمز تنګي او شاوخوا کې، پر نړیوالو بېړیو ۷۰ بریدونه تایید کړي دي. په دغو بریدونو کې ۱۹ سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.
دومینګېز وویل، په خلیج او ټوله نړۍ کې د سمندري امنیت د وضعیت خرابېدل پر ټولو ناوړه اغېز کوي. خو د نوموړي په خبره " دا وضعیت په ځانګړې توګه د هغو زرګونو بې ګناه سمندري کارکوونکو لپاره ډېر د اندیښنې وړاو دردونکی دی چې له دې وضعیت څخه اغېزمن شوي دي."
د هرمز تنګی د امریکا او ایران ترمنځ جګړه کې د اختلاف یو مهم عنصردی. د جګړې له پیل مخکې دغه تنګی د ټولو سوداګریزو بېړیو پر مخ خلاص و.
د جرمني ډي پي آې خبري آژانس د راپورله مخې له هغه مهال راهیسې چې اسراییل او امریکا د لومړي ځل لپاره پرایران بریدونه پیل کړل، شپږ میاشتې تیریږي خو د جګړې د پای ته رسولو هڅې له خنډ سره مخ شوې دي. ایران له امریکا څخه د امتیازاتو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د "اقتصادي جګړې" له لارې پر تهران فشار زیات کړي.
په داسې حال کې چې د ایران وسله وال ځواکونه هڅه کوي د ګواښونو او بریدونو له لارې د سمندري لېږد شرکتونه همکارۍ ته اړ کړي، د امریکا سمندري ځواک د ایران پر بندرونو سمندري کړۍ ټینګه کړې څو تهران ته د عوایدو او مالي سرچینو د رسېدو مخه ونیسي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ سینټکام چې په سیمه کې د پوځي چارو مسولیت لري، د معلوماتو له مخې امریکايي ځواکونو تر اوسه د دې محاصرې په ترڅ کې ۸۲ سوداګریزې بېړۍ له خپلې اصلي لارې اړولې، درې یې له کاره غورځولې او دوو ته ور ننوتي دي.
ټرمپ په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې د هرمز تنګی له ماینونو پاک او په بشپړ ډول پرانیستی او "۱۰۰ سلنه" د امریکا تر کنټرول لاندې دی. خو د پوځي چارو یوه اسرائیلي شنونکي له دغې ادعا سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د بېړیو د خوندي تېرېدو لپاره د لوړې کچې احتیاط او پراخ پوځي حضور ته اړتیا ده.
د ملي امنیت او استخباراتو کارپوه ډیني سیترینوویچ په خپله ایکسپاڼه لیکلي: " دا چې (ټرمپ ) وايي هرمز تنګی خلاص دی، په دې معنا نه ده چې هغه رښتیا هم خلاص دی. د دې تنګي له لارې د شپې له خوا د تېلو د ټانکرونو تیریدل چې ټرانسپونډرونه یې هم بند دي او د امریکا پوځ یې ساتنه کوي، د تنګي د کنټرولولو یا له جګړې مخکې وضعیت ته د بېرته ور ګرځیدو معنا نه لري."