د اروپا پارلمان طالب استازو سره د افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي

تمه ده د اروپا پارلمان را روانه پنجشنبه د (سپټمبر۳مه) له طالب استازو سره د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې وکړي.

د اروپا پارلمان د بشري حقونو فرعي کمیټې پرون جمعه د (اګسټ۲۸مه) پر خپلې رسمي ویب پاڼې لیکي،" له اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د ستنولو په موضوع کې به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیول شي".

دا معلومه نه ده چې د اروپا پارلمان له کومو طالب استازو سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کوي.

طالب چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د روان کال په جون میاشت کې د طالبانو یوه پنځه کسیزه پلاوي بروکسل ته سفر کړی و او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره یې افغانستان ته د "مجرمو افغان کډوالو" د ستنولو په اړه خبرې کړې وې.