د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي، څو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو مقاومت پیاوړی کړي او د خوړو د سیستم ملاتړ وشي.
دې ادارې د جمعې په ورځ، د سنبلې په شپږمه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مالي مرسته به د ښځو او ځوانانو لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې به د ښوونځیو د خوړو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دغه پیسې به له افغانانو سره مرسته وکړي، څو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره لا ډېر چمتو شي او د دوامدارو اقتصادي او معیشتي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو څخه ډېر زیانمن شوي دي او له یوه جدي بشري او غذايي بحران سره مخ دی.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي، چې شمېر یې له ۱۷ میلیونو څخه اوړي، د نړیوالو مرستو د کمېدو په صورت کې ښايي د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخ شي.