د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د وږي په پنځمه، په بېلابېلو څرګندونو او په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې په یوه خپره کړې لیکنه کې څو ځله د ایران موضوع یاده کړه او ویې ویل چې «موږ نه غواړو له ایرانیانو سره ووینو؛ هغوی غواړي.»
ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د «اونټاریو جهیل» نوم د «امریکا جهیل» ته د بدلولو په موخه د یوه اجرائیوي فرمان د لاسلیکولو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه غواړو له هغوی سره خبرې اترې وکړو. موږ د لیدنې یا بل څه په لټه کې نه یو.»
هغه وروسته په ټروت سوشل کې د فاکس نیوز د خبریال جاناتان هانټ پر یوه راپور نیوکه وکړه او هغه یې د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه «ځانګړی او په ناعادلانه ډول ډېر ناهیلې کونکی راپور» وباله.
د امریکا ولسمشر په دې پوسټ کې یو ځل بیا د تهران چارواکو ته په اشارې ټینګار وکړ: «زه نه غواړم ورسره ووینم، هغوی غواړي. په حقیقت کې، هغوی د یوه توافق د ترلاسه کولو لپاره زارۍ کوي.»
تردې څو ساعته وړاندې، امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال سپینې ماڼۍ ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ ادارې « منځګړو ته څو ځله ویلي چې د اسلاماباد د تفاهملیک شرایطو ته ستنیدو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري.»
د زمري په ۲۶ مه د دې تفاهملیک د ۶۰ ورځني مهلت له پای ته رسېدو اود یوه دوامدار تړون لپاره د شرایطو په برابرولو کې یې له ناکامۍ وروسته، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې نیت نلري تمدید یې کړي.