یوه ورځ وروسته له دې چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند د راډیو فردا په شمول له ایرانه بهر ځینې فارسي ژبې رسنۍ، پوځي اهدافو کې شاملې کړې، د چک جمهوریت وايي د ایران سفیر احضاروي.
د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، پیتر ماتسینکا، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د وزارت د منځني ختیځ د برخې مشر د ایران له سفیر سره ګوري او د دې تازه ګواښ په اړه به ترې وضاحت وغواړي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند ابوالفضل شکارچي د چهارشنبې په ورځ له «دفاع مقدس» خبري اژانس سره په وېډیويي مرکه کې ادعا وکړه چې «بيبيسي فارسي»، «ایران انټرنشنل» او «راډیو فردا» په مستقیم ډول له موساد، سيآیاې او د ایران د دښمنانو له استخباراتي ادارو سره تړاو لري.
د هغه په وینا، "د ایران وسلهوال ځواکونه دغو خبري بنسټونو ته د رسنیو په سترګه نهګوري" او هغه کسان چې په دغو رسنیو کې کار کوي، "د صهیونیستي او امریکايي سرتېرو" په توګه ویني او ان «کولای شي هغوی په خپلو پوځي هدفونو کې شامل کړي".
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند ابوالفضل شکارچي
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند له ایرانه بهر فارسي ژبې رسنۍ تورنې کړې او وویل چې "په نړۍ کې هره وینه تویونه او تاوتریخوالی د دوی په ملاتړ ترسره کېږي" او د هغه په ادعا، دغو رسنیو "د بشریت روان ګډوډ کړی دی".
د چک جمهوریت امنیتي ادارو د شته معلوماتو ارزونه ځکه پیل کړې چې راډیو فردا د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې مېشته ده.
د چک حکومت ویاندې کارېلا مراچکووا او د کورنیو چارو وزارت ویاندې اډېلا دیتمنووا دا موضوع تأیید کړې، خو ټینګار یې کړی چې اوسمهال نور جزئیات نهشي وړاندې کولای.
په ورته وخت کې، د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر لوبومیر مېتنار سیمهییزو رسنیو ته ویلي چې د هغه تر مشرۍ لاندې اداره او د چک پولیس په دوامداره توګه د هېواد له پولو هاخوا او په پراخه کچه د وضعیت څارنه او ارزونه کوي.
د هغه په وینا، د شرایطو له مخې به لازم او مناسب اقدامات ترسره شي.
مېتنار هم د دې په یادولو سره چې د امنیتي تدابیرو جزئیات په عامه توګه نهشي اعلانولای، ویلي چې د ځانګړو کسانو او ځایونو لپارهیې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
راډیو فردا د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایراني څانګه ده چې د امریکا د کانګرس له بودجې او د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې (یو اېس اې جي اېم) تر څارنې لاندې فعالیت کوي او له سياېاې یا موساد سره هېڅ اړیکه نهلري.
دغه رسنۍ چې د ایرانیانو ترمنځ ډېر اورېدونکي او پلویان لري، تل هڅه کوي چې د مسلکي ژورنالېزم د اصولو په چوکاټ کې خپلو فارسي ژبو مخاطبانو ته دقیق، عیني او بېطرفه خبرونه او راپورونه وړاندې کړي، څو د معلوماتو ازاد جریان خوندي شي.
دا لومړی ځل نهدی چې د ایران چارواکي له ایرانه بهر فارسي ژبې رسنۍ او د هغوی کارکوونکي "د بهرنیانو اجنټان، جاسوسان، امنیتي ګواښونه" او په ورته نومونو یادوي، خو د دغو رسنیو د "پوځي هدفونو" په توګه اعلانول د ایران د یوه رسمي چارواکي لهخوا بېساری اقدام بلل کېږي.