اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتووالی وښود

ارشیف، د طالبانو او پاکستان بیرغونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتو دی، خو د خبرو د پرمختګ لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د پنجشنبې په ورځ خپله اوونیزه خبري غونډه کې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ته په غبرګون چې د دواړو لورو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره‌یې د یو ګډ مېکانیزم وړاندیز کړی، وویل چې هر ډول دوه ‌اړخیز مېکانیزم باید د «یوازې د ډاډ ورکولو پر ځای د ملموسو اقداماتو» لامل شي.

نوموړي وویل افغانستان باید په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) ته اجازه ورنه‌کړي چې له خاورې یې د پاکستان پر ضد کار واخلي.

پاکستان تر دې مخکې هم طالبان تورن کړي چې ګواکې هغو وسله‌والو ډلو ته‌یې پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلام‌اباد باید د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان وانه‌چوي.