د بریتانیا پر درېیو هوايي ډګرونو سایبري برید شوی

ارشیف، د لندن په یوه هوايي ډګر کې یو شمېر مسافر

د منچسټر د هوايي ډګرونو ادارې (اېم‌اې‌جي) اعلان کړی چې د بریتانیا پر درېیو هوايي ډګرونو له سایبري برید وروسته د ۸،۷ میلیونه مراجعینو شخصي معلومات له خطر سره مخ شوي دي.

د دغه سایبري برید هدف منچسټر، لندن سټنسټډ او ختیځ میډلنډز هوايي ډګرونه و، خو د شرکت په وینا د الوتنو او د هوايي ډګرونو پر فعالیتونو یې اغېز نه‌دی کړی.

د شرکت د اعلامیې له مخې، افشا شويو معلوماتو کې برېښنالیک پتې، د ټیلیفون شمېرې، د موټر نمبر پلېټ او پوستي کوډ شامل دي، خو د مشتریانو بانکي او د تادیاتو معلومات خوندي پاتې شوي دي.

د منچسټر هوايي ډګرونو ډلې زیاته کړې چې برید د تېرې اوونۍ په پای کې شوی او د سې شنبې په ورځ تشخیص شوی دی.

دغه ډله وايي، د مشتریانو د معلوماتو د خوندي کولو لپاره‌یې اړین اقدامات ترسره کړي دي.

بریتانیا کې تېر کال هم د جګوار، لېنډروور، مارکس اېنډ سپنسر او هارودز په شمول په څو شرکتونو سایبري بریدونه شوي وو.