د «بوسنیا قصاب» د ملګرو ملتونو په زندان کې ومړ

د بوسنیا د جګړې پر مهال د صرب ځواکونو یو قوماندان راتکو ملادیچ

د بوسنیا د جګړې پر مهال د صرب ځواکونو یو قوماندان راتکو ملادیچ، په هاګ کې د ملګرو ملتونو په زندان کې د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

هغه په ۲۰۱۷ کال کې د قتل عام او نسل‌وژنې په جرم په عمري بند محکوم شوی او مخالفانو یې د «بوسنیا قصاب» لقب ورکړی و.

ویل کېږي چې نوموړي په ۱۹۹۵ میلادي کال کې، د بوسنیا د لږ تر لږه اته زره مسلمانانو د وژلو امر کړی و.

دا وژنه په هغه سیمه کې ترسره شوه چې ملګرو ملتونو د «خوندي سیمې» په توګه ټاکلې وه.

د سربرېنیتسا د قتل عام قربانیان په څلورو ورځو کې د بلدوزرونو په وسیله په لویو ډله‌ییزو قبرونو کې خښ شول.

څه موده وروسته، د دې وژنې د پټولو لپاره د ځینو قربانیانو جسدونه له ډله‌ییزو قبرونو وایستل شول او لیرې غرنیو سیمو ته ولېږدول شول.

د نړیوالې جنایي محکمې د پرېکړې له مخې، د دې وژنو هدف د بوسنیا د مسلمانانو «قومي تصفیه» وه.

درې کاله وروسته، کله چې محکمې د ملادیچ د عمري بند حکم اعلان کړ، هغه چیغه کړه: "دا ټول دروغ دي."

نوموړي د خپل ژوند وروستۍ میاشتې د هالنډ په هاګ ښار کې د ملګرو ملتونو د زندان په روغتیايي څانګه کې تېرې کړې.