د محدودې سرمایې لرونکو ځوانانو لپاره د کاروبار پیلول معمولاً له ډېرو ستونزو سره مل وي.
ډېری یې د کار د پیل لپاره خپله ټوله یا د سپما لویه برخه مصرفوي؛ خو که مناسب بازار موجود نه وي او خلک د پېرلو توان ونه لري، د کاروبار دوام ورته ستونزمن کېږي.
د کابل د اوسېدونکي محب تجربه د همدې وضعیت یوه بېلګه ده. هغه دوه کاله مخکې د نارینه و د خیاطۍ د یوه ورکشاپ د جوړولو لپاره نږدې ۲ لکه افغانۍ پانګونه وکړه، خو په وینا یې د دوکان نامناسب موقعیت او د تقاضا کمښت د دې لامل شول چې خپل کاروبار ته دوام ورنه کړي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «د دې پانګې په مرسته مې یوازې څلور ماشینونه او نور اړین توکي برابر کړل. خو دا چې دوکان له بازار څخه لیرې و او موږ ونه توانېدو چې په ښه ځای کې دوکان ونیسو، خلکو د پېرلو توان نه درلود او د خلکو تقاضا هم ډېره کمه وه. همدا لامل شو چې ونه توانېدم خپل کاروبار ته په کامیاب ډول دوام ورکړم.»
ستونزه یوازې دودیزو کاروبارونو پورې محدوده نه ده. په وروستیو کلونو کې یو شمېر ځوانانو د لګښتونو د کمولو او د ډېرو مشتریانو د موندلو لپاره انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې ده؛ خو دا لاره هم له اقتصادي او ټولنیزو محدودیتونو خوندي نه ده.
هاشمه، چې یوه متشبثه نجلۍ ده، شاوخوا درې کاله مخکې یې د ښځینه بوټانو او لاسي بکسونو انلاین سوداګري پیل کړه او نږدې ۴۰ زره افغانۍ یې پانګونه وکړه؛ خو په پای کې اړه شوه چې خپل فعالیت ودروي.
دې د خپلې تجربې په اړه وویل: «ما یو کوچنی انلاین کاروبار پیل کړی و. په افغانستان کې د ښځو لپاره د شته محدودیتونو او شرایطو له امله مې فکر کاوه چې دا کاروبار به نورو ښځو او نجونو ته هم ګتور تمام شي. خو څنګه چې مې غوښتل هغه شان مخته ولاړ نه، او زه له ناکامۍ سره مخ شوم.»
د هاشمې سوداګري په داسې حال کې ودرېده چې ښځې او نجونې په افغانستان کې د زدهکړو، کار او تګ راتګ په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
طالبانو واک ته له بیا ستنېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې بندې کړې او پر ښځو یې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي؛ هغه محدودیتونه چې د ښځو اقتصادي فعالیتونه یې هم راکم کړي دي.
کابل کې یو نندارتون
خو د ځوانانو د کار او سوداګرۍ ستونزې یوازې د ښځو وضعیت او شته بندیزونو پورې نه محدودېږي. اقتصادي فعالان وايي چې د پانګې او تخصص کمښت، د عرضې زیاتوالی او د تقاضا کمښت بازار د ډېرو کوچنیو کاروبارونو لپاره ستونزمن کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خان جان الکوزی دا عوامل د ځوانانو د ناکامۍ مهم لاملونه بولي: «زموږ د ځوانانو اساسي ستونزه دا ده چې، له یوې خوا کافي پانګه نه لري او له بلې خوا اړینه مسلکي وړتیا او تخصص هم نه لري. همدارنګه، په بازار کې هم عرضه ډېره زیاته خو تقاضا کمه ده.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د هغو کسانو دقیق شمېر نه دی معلوم چې په افغانستان کې په کوچنیو کاروبارونو بوخت دي.
کارپوهان باور لري چې د ځوانانو د هڅو او مهارتونو ترڅنګ اقتصادي ملاتړ هم د کوچنیو کاروبارونو د دوام لپاره اړین دی.
د مناسبو پورونو برابرول او د ملاتړو فرصتونو رامنځته کول کولای شي د دغو ستونزو یوه برخه کمه کړي.
اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي د متشبثینو د ملاتړ لپاره دا وړاندیزونه کوي: «د ملاتړو سیستمونو جوړول، د مناسبو پورونو برابرول، مالیاتي معافیتونه، د کوچنیو او لویو کاروبارونو دولتي ملاتړ او د سبسایډۍ ورکول تر هغه وخته چې دا کاروبارونه بریالي شي، ضروري دي؛ که نه، د دوی بریالیتوب به ستونزمن وي.»
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم ترلاسه کړي، خو ویاند یې محمد آصف شجاعت د پوښتنو ځواب ورنه کړ.
خو د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه مو وپوښتل چې د افغان ځوانانو پر وړاندې د دې ستونزو د حل لپاره څه پروګرامونه لري.
د دې وزارت ویاند مولوي محمد صدیق توحید ازادي راډیو ته وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي دي. همدارنګه، کولای شي دوی نړیوالو نندارتونونو ته ور وپېژني، د بازارموندنې فرصتونه ورته برابر کړي او د هغوی د کاروبار د ودې او پرمختګ زمینه مساعده کړي.»
هغه مخکې هم ازادۍ راډیو ته ویلي وو چې دغه وزارت له ۱۵ څخه زیاتو دولتي او خصوصي دفترونو سره هوکړهلیکونه لاسلیک کړي، څو په راتلونکو پنځو کلونو کې یو میلیون او څلور سوه زره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د ځوانو متشبثینو دا ستونزې داسې محال دي چې د افغانستان اقتصاد هم له جدي ننګونو سره مخ دی. نړیوال بانک وايي چې نږدې د افغان ځوانانو یوه څلورمه برخه بېکاره ده، او ډېری هغه ځوانان چې کار لري، له ټیټ معاش، ناکافي کاري ساعتونو او له خپلو زدهکړو سره نامناسبو دندو سره مخ دي.
دغه بنسټ د افغانستان د خصوصي سکتور په ارزونه کې مالي سرچینو ته محدود لاسرسی هم د شرکتونو د فعالیتونو یو مهم خنډ بللی دی.
د دې ارزونې له مخې، یوازې شاوخوا ۰٫۲۸ سلنه د افغان شرکتونو پانګونه د بانکونو له لارې تمویلېږي.
ملګرو ملتونو هم ویلي سره له دې چې د افغانستان اقتصاد یو څه وده کړې، خو دا وده لا هم د ډېرو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره بسنه نه کوي، او د کورنیو لویه برخه لا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ ده.
په داسې شرایطو کې کارپوهان د بازار د اړتیاوو مطابق مهارتونو په زدهکړه، د مناسبو پورونو په برابرولو، د کوچنیو کاروبارونو په ملاتړ او د ښځو او ځوانانو لپاره د اقتصادي ګډون د فرصتونو په پراخولو ټینګار کوي.
د محب او هاشمې په څېر د ځوانانو تجربې ښيي چې د یوه کاروبار د بریالیتوب لپاره یوازې پانګه او انګېزه بسنه نه کوي؛ مناسب بازار، د خلکو د پېرلو ځواک، مهارتونه او اقتصادي ملاتړ هم د هغه په دوام او بریا کې اساسي رول لري.