د ایران وسله وال ځواکونه: فردا راډیو، بي بي سي فارسي او ایران انټرنشنل رسنۍ پوځي موخې دي

Abolfazl Shekarchi

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند وايي،" یو شمیر بهر میشتې فارسي ژبې رسنۍ پوځي اهداف دي".

ابوفضل شکارچي پرون چهارشنبه په یوه مرکه وویل،" فردا راډیو، بي بي سي فارسي او ایران انټرنشنل په مستقیمه توګه "موساد" او "سي ای اې" ته کار کوي او د "دښمن" اطلاعاتي سازمانونه دي".

د هغه په ټکو،" دا رسنۍ خبر رسونکې ادارې نه دي بلکې د ایران لپاره احتمالي پوځي اهداف دي".

له دې وړاندې یو شمیر نورو ایراني چارواکو بهر میشتې فارسي ژبې رسنۍ اسراییلو او امریکا ته په تبلغاتو تورنې کړې وې.

څو کاله وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فردا راډيو په ګډون یو شمیر رسنۍ ترهګریز سازمانونه اعلان کړي وو.