د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو نوی «شرطه» قانون، امکان لري د خلکو پر ځینو اساسي حقونو او ازادیو اغېز وکړي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ «د وږې پر ۴مه» په ټولنیزه شبکه اېکس کې ویلي چې په دغه قانون کې د اندېښنې وړ مواردو څخه یو هم د هر ډول لاریونونو او اعتراضونو عمومي بندیز دی او دا یې د سولهییزو غونډو له حق سره په ټکر کې بللی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې دغه بندیز کولای شي په افغانستان کې پر موجودو اساسي ازادیو محدودیتونه لا زیات کړي.
د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د پولیسو لپارهیې د «شرطه» په نوم نوی قانون تصویب کړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د زمري پر ۳۱مه په اېکس کې خپره شوې، دا قانون دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې لري او د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده لهخوا توشېح او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د دغه قانون په ۵۰مه ماده کې راغلي چې په ټول افغانستان کې د هر ډول «لاریون» ترسره کول منع دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په دوام کې ویلي چې طالبانو په تېرو کلونو کې له یو شمېر معترضانو او مخالفانو سره د خپلسرو نیونو او توقیفونو، شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو له لارې چلند کړی دی.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، هغه فرمانونه او پالېسۍ لغوه کړي چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.