د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې، په ایران کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه سلګونه کسان اعدام شوي دي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ «د وږې پر ۴مه» اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان اعدام شوي چې ۱۶ یې ښځې دي.
دا سازمان زیاتوي چې د ۲۰۱۰ کال له پیل راهیسې په ایران کې ۱۰ زره او ۹۴۳ کسان اعدام شوي دي. له دې ډلې ۳۰۵ ښځې وې او ۷۱ کسان د جرم د ترسره کولو پر مهال له ۱۸ کلونو کم عمر درلود.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۵۶ کسان د سیاسي او امنیتي جرمونو په تور اعدام شوي چې ۲۷ یې له اعتراضونو سره په تړاو اعدام شوي دي.
په ایران کې د اعدامونو د شمېر د زیاتوالي راپور داسې مهال خپریږي چې تېره اوونۍ د نړۍ څه باندې ۳۰ هېوادونو په ایران کې د معترضانو پر وړاندې د اعدامونو د حکمونو پر دوام او عملي کېدو نیوکه وکړه او دا یې د مخالفانو د «غږ د چوپولو» وسیله وبلله.