د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پردوو مشرانو د ملیونو ډالرو جایزه اعلان کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د دوو مشرانو په اړه د هغو معلوماتو په بدل کې چې پرمټ یې د هغوی ځای معلوم او ونیول شي، اتلس ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. دې وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د داعش د خراسان څانګې د اوسني مشر ثناءالله غفاري پرسر اته ملیونه اود دې ډلې د بل مشرعبیدالله پرسر لس ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. دې وزارت ویلي چې د دې ډلې دغو ترهګرو هغه بریدونه تنظیم کړي چې پرعمومي اعتراضي غونډو، د موسیقۍ پر ځایونو، هوايي ډګرونو او نورو ځایونو ترسره شوي او په نتیجه کې یې سلګونه بې‌ ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي. غفاري په افغانستان کې د ټولو بریدونو چې دې ډلې ترسره کړي، اصلي مسول او عبیدالله هم د دې ډلې د مالي او عملیاتي چارو مسول بلل شوي دي. له څه باندې پنځو کالو راپدیخوا چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د کابل په ګډون په یوشمیرولایتونو کې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی.