د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه روغتون کې د اورلګېدنې په یوه پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه نن چهارشنبې د وږی په ۴ د "پاکستان د طبي علومو د انستیتوټ" روغتون د زیږنتون څانګې په درېیم پوړ کې رامنځته شوې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې د پېښې لامل په ایرکنډیشن سیسټم کې تخنیکي ستونزه یا چاودنه بلل شوې ده.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د پېښې د مسؤلینو د پېژندلو غوښتنه یې کړې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د پېښې د علت او د روغتون د خوندیتوب د وضعیت په اړه یې سمدستي څېړنې پیل کړې دي.
په پاکستان کې په لویو ودانیو کې اورلګېدنې نسبتاً معمولې پېښې دي او ډېری وخت د خوندیتوب د قوانینو او ودانیزو مقرراتو کمزوري او همدارنګه د دغو قوانینو کمزورې څارنه او پلي کول پکې رول لري.
د روان کال په جنوري میاشت کې هم د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله تر ۶۵ ډېر کسان مړه شوي وو.