د بشري حقونو راپور: د طالبانو په واکمنۍ کې د درو کارول زیات شوي

ارشیف، طالبانو په ځلونو تورن کسان په لوبغالو کې په درو وهلي دي.

د بشري حقونو یوه ډله وایي، طالبانو په افغانستان کې په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې د مجازاتو د یوې بڼې په توګه د درو کارول زیات کړي دي.

په کاناډا کې مېشت د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان (اې اېج ار ډي او) په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د درو وهلو ۵۹۳ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د دغو پېښو شمېر ۱،۰۷۴ ته لوړ شوی دی.

د بشري حقونو دې سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۶ کال تر اپرېل میاشتې پورې یې د درو وهلو ۵۵۳ پېښې ثبت کړې دي.

د طالبانو حکومت د جنسي جرمونو په ګډون په ډېرو مواردو کې تورنو کسانو ته د تنفیذي او تعلیقي بند ترڅنګ د درو وهلو سزاوې ورکړې دي چې د بشري حقونو ډلې هغه له انساني کرامت سره په تضاد کې بولي او د درولو غوښتنه‌یې کوي، خو طالبان وایي د شریعت له مخې دا ډول سزاوې مجرمنیو ته ورکوي.

د جرمني «ډي پي اې» خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې طالب چارواکو د روان کال د اپرېل له نیمایي راهیسې په عام محضر کې د درو وهلو د نویو پېښو خبر نه‌دی ورکړی، خو د یوناما په خبره د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې ۱۳۷ کسان په درو وهل شوي دي.