د جرمني د کورنیو چارو وزارت: ۲۳ تازه استول شوي افغانان په جرمونو محکوم و

ارشیف، د هغو افغان پناه غوښتونکو د استولو لړۍ چې جرمني وايي په درنو جرمونو کې ښکېل او محکوم شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، ټول هغه ۲۳ افغانان چې د سې شنبې په ورځ بېرته افغانستان ته واستول شول، ډېری یې د جنسي تېریو، وهلو او سختو ټپي کولو په ګډون په درنو جنایي جرمونو کې ښکېل او مجرم پېژندل شوي و.

د دې وزارت ویاند فرانس‌پرس اژانس ته ویلي له تېر کال راهیسې چې نوي حکومت په کار پیل کړی، جرمني تر اوسه ۲۲۸ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.

جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني، خو له دې سره سره‌یې خپل هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه له کابل سره خبرې اترې کړې دي.