حوثیانو د سعودي عربستان پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ بالیستیک توغندی ویشتلی

د سعودي عربستان ضد حوثي یاغیان

په یمن کې حوثي یاغیان چې د تهران له ملاتړه برخه‌من دي ادعا کوي چې د ینبع په بندر کې یې د سعودي عربستان په یوې بېړۍ د بالیستیک توغندي برید کړی دی.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع دا خبره د دوشنبې په ورځ په خپلو ټلوېزیوني څرګندونو کې وکړه.

د سعودي عربستان د بېړۍ چلولو ملي شرکت تأیید کړې چې په سره سمندر کې یې په یوې بېړۍ برید شوی دی.

د شرکت اعلامیې وویل د "امزان" په نوم د دوی په یوې تېل وړونکې بېړۍ چې د مصر د عین‌السخنه له بندره ینبع ته روانه وه برید شوی دی.

راپورونه وايي په برید کې ماڼوګرو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

ینبع په سره سمندر کې د سعودي عربستان له مهمو نفتي تأسیساتو څخه ګڼل کېږي چې د ورځې په ملیونو بېرل نفت ورڅخه نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

یاد بندر د امریکا او ایران له جګړې وروسته او له کله چې د هرمز تنګي تړل شوی د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو په مهم مرکز بدل شوی دی.