کابل کې د ایران سفارت وايي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۹ برابره زیاته شوې ده.
د ایران سفارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د اموالو انتقالات چې پخوا په کال کې ۱۵ زره ټنه وو اوس په میاشت کې شاوخوا ۱۳۰ زرو ټنو ته رسېدلي دي.
ایراني چارواکي اټکل کوي چې دغه کچه به په یوه کال کې شاوخوا ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.
افغان سوداګرو وروسته له دې چې په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي لارې وتړل شوې د منځنۍ اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړه.
خو بلخوا د امریکا ولسشمر ډونالد ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هر هېواد چې ایران سره مرسته یا راکړه ورکړه وکړي، نو په ټکو یې له "ډېرې درنې سزا" سره به مخ شي.