د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دوه مثبتې پیښې په هرات، یوه په پکتیکا او یوه هم په کندهار کې ثبت شوي دي.
د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي پکې لا نه ده له منځه وړل شوې.
په روان کال کې په پاکستان کې هم د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.