د نړیوال کرکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو چې د هند سنیل ګواسکر او کپل دیو هم په کې شامل دي، د پاکستان حکومت ته یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د پخواني صدراعظم عمران خان روغتیا ته پاملرنه وکړي. ۷۲ کلن عمران خان چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی، د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې له مخې تیره اونۍ په اسلام آباد کې د شفا انټرنیشنل روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوی و چې د جمعې په ورځ بیرته زندان ته ولیږدول شو.
د کرکټ دغو پخوانیو لوبډلمشرانو په دغه لیک کې چې د یکشنبې په ورځ یې استولی، درې غوښتنې مطرح کړي.
لومړی، د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي طبي پلاوي ته دې اجازه ورکړل شي چې "د عمران خان د روغتیا بشپړه او خپلواکه ارزونه" وکړي، په ځانګړي ډول د هغه د ښۍ سترګې د لید د له لاسه ورکولو په اړه د راپورونو ارزونه.
دویم، د محکمې د پریکړې له مخې د عمران خان کورنۍ ته اجازه ورکړل شي چې له کوم خنډ او ځنډ پرته په اونۍ کې یې لیدو ته ورشي. او وروستۍ غوښتنه یې هم داده چې د طبي ارزونې وروسته د اړتیا وړ درملنه یې باید " له ځنډ پرته " ترسره شي.