WHO: په ټول افغانستان کې یې د زرګونو خوارځواکو ماشومانو په ګډون لسګونو زره کسانو ته اړین روغتیایي خدمتونه برابرکړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان WHO په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته د زرګونو ماشومانو په ګډون لسګونو زره کسانو ته د روغتیایي اړینو خدمتونو د برابرولو خبر ورکوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ یې په ټول افغانستان کې د زیانګالو ټولنو له ۴۲ زرو څخه زیاتو کسانو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، نږدې ۸ زره هغه ماشومان یې چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو، تر درملنې لاندې نیولي او د ناروغیو د څارنې سیستم یې پیاوړی کړی څو د ناروغیو خپرېدل په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او پر وړاندې یې پر وخت اقدام وشي. د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره د دغو شمېرو تر شا روغ او سالم ماشومان، پیاوړې ټولنې او هغه کورنۍ ولاړې دي چې په خورا اړین وخت کې ورته لازم روغتیايي خدمات رسېږي. تردې مخکې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا د یکشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې له هغه څه زیاتې دي چې دا اداره وکولای شي هغه تمویل کړي. اوچا وویل چې د روغتیایي سکټورلپاره د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونو ډالرو له جملې تراوسه ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.