زیلینسکي هڅه کوي چې د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې له لمانځلو د هیواد د دفاع د پیاوړتیا لپاره کارواخلي

(Photo by Tetiana DZHAFAROVA / AFP)

په داسې حال کې چې د روسیې په وړاندې جګړه کې د اوکراین د نړیوال ملاتړد پیاوړتیا او اضافي دفاعي سیسټمونو د ترلاسه کولو لپاره د دې هیواد د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هڅې دوام لري، کییف به نن دوشنبې د اګست په ۲۴ د "ارادې لرونکو هېوادونو ائتلاف" په نوم د یوې ډلې د غونډې کوربه وي. د دې ایتیلاف ګډونوال به په دې غونډه کې پر روسیې چې په دې وروستیو کې یې خونړي بریدونه زیات کړي دي، د فشار راوړلو او د دغه هېواد د یرغل د درولو لارې چارې وڅېړي.

دغه سرمشریزه، چې ځینې مشران به یې په کییف کې په حضوري توګه او نور به د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړي، په هغه ورځ ترسره کېږي چې اوکراین له شوروي اتحاد څخه د خپلې خپلواکۍ ۳۵مه کلیزه لمانځي. دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړېږي چې د بالتیک او نورډیک هېوادونو یوې ډلې د اوکراین د ملاتړ په موخه د دغه هېواد په پلازمېنه کییف کې غونډه وکړه.

د " ارادې لرونکو هېوادونو ائتلاف"، چې مشري یې لندن او پاریس کوي، د شاوخوا ۳۴ هېوادونو یوه غیررسمي ډله ده چې له اوکراین څخه ملاتړ کوي. د دې ائتلاف د غونډې د ګډونوالو په نوملړ کې د امریکا د کوم استازي نوم نه دی شامل.

د غونډې له جوړېدو مخکې زیلینسکي د اوکراین د دفاع لپاره د اروپايي تمویل د خوندي کولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ، په ځانګړې توګه د روسیې د بالستیک توغندیو چې ډیره مرګ ژوبله رامنځته کوو، پر وړاندې د دفاع لپاره. هغه له اروپايي پارلمان څخه وغوښتل چې د هغو قوانینو د تصویب لپاره لازم اقدامات وکړي چې د دغو مالي مرستو د ترلاسه کولو زمینه برابروي.