د یونان چارواکي وایي، کریټ ټاپوته نژدې له ۱۵۰ څخه زیات کډوال یې ژغورلي دي

د یونان چارواکي وایی چې په تیرو درې ورځو کې یې کریټ ټاپو ته نژدې له ۱۵۰ څخه د زیاتو کډوالو د ژغورنې چارې همغږي کړې دي.

د یونان د رسنیو د راپورونو له مخې یوازې د جمعې په ورځ په دوو عملیاتو کې ۱۳۱ کډوال ژغورل شوي دي. په دغو عملیاتو کې د اروپايي ټولنې د سرحدي کنټرول ادارې (فرونټکس) اړوندو بېړیو برخه اخیستې وه.

دغه راز د شنبې په ورځ دې ټاپوته نژدې یوې تیل وړونکې کښتۍ ته لارښوونه وشوه چې له یوې کوچنۍ کښتۍ څخه ۳۳ کډوال وژغوري.

د یونان د کډوالۍ وزارت ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه کډوال د لېسبوس او ساموس په ټاپوګانو کې جوړو شویو مرکزونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه ښايي د یونان خاورې ته دننه نورو مرکزونو ته انتقال شي.

کریټ او هغه ته نږدې بل کوچینی ټاپو ګاودوس پرهغې سمندري لاره پراته دي چې کډوال له لیبیا څخه اروپا ته د رسېدو لپاره په کښتیو کې ځانونه ور رسوي یا یې له خوا تیریږي.