د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د دې کمېټې څېړنې ښيي چې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو کچه ۹۶۱ ملیون او ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.
د دې کمېټې په راپور کې راغلي چې روسیه د ۲ ملیارډه او ۴۰۰ میلیون ډالرو او چین د ۱ میلیارډه او ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت، په ترتیب سره لومړی او دویم هېوادونه دي چې ازبکستان ورته تر ټولو ډېر صادرات کړي دي.
افغانستان په دې لېست کې له قزاقستان، فرانسې، هانګ کانګ، ترکیې، قرغیزستان، متحده عربي اماراتو او تاجکستان څخه مخکې دی
افغانستان په دې لېست کې له قزاقستان، فرانسې، هانګ کانګ، ترکیې، قرغیزستان، متحده عربي اماراتو او تاجکستان څخه مخکې دی.
په همدې حال کې، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو کچه له ۹۶۱ میلیونو ډالرو څخه ډېره وه.
د ازبکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو لویه برخه خوراکي توکي او کرنیز محصولات جوړوي. همدارنګه کیمیاوي محصولات، ماشینونه او تجهیزات، ساختماني مواد او ځینې صنعتي توکي هم د افغانستان بازار ته صادرېږي.
افغانستان په داسې حال کې د ازبکستان پر درېم لوی صادراتي بازار بدل شوی چې د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال جمشید خواجه یف په مشرۍ، د دغه هېواد یوه لوړپوړي پلاوي تېره میاشت افغانستان ته سفر وکړ.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د زمري په څلورمه په خپره کړې خبرپاڼه کې د خواجه یف له قوله ویلي چې تېر کال له افغانستان څخه ازبکستان ته د صادراتو ارزښت ۱۵۰ میلیونه ډالره و، خو د روان میلادي کال له پیل راهیسې دا رقم ۱۱۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلی دی. د هغه په وینا، تمه ده چې د کال تر پایه به ازبکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه نوره هم زیاته شي.
افغانستان ازبکستان ته تر ډېره تازه او وچې مېوې، پنبه، سکاره او غالۍ صادروي.
د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په نړیوال فدراسیون کې د افغانستان استازي محمد یونس مومند له راډیو ازادۍ سره په خبرو کې د ازبکستان د درېیم لوی صادراتي بازار په توګه د افغانستان بدلېدل یو مثبت ګام بولي، خو وايي چې هیله لري چې ازبکستان هم د افغانستان صادراتو زیاتولو ته زمینه برابره کړي.
ازبکستان باید د افغانستان د صادراتو لپاره هم زمینه برابره کړي
"دا یو ډېر ښه اقدام دی چې شوی. ازبکستان د افغانستان ښه ګاونډی دی او په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو هېوادونو سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تل رغنده پاتې شوې دي. خو ازبکستان باید د افغانستان د صادراتو لپاره هم زمینه برابره کړي او هغه تعرفې چې د افغانستان پر محصولاتو یې لګولي دي، باید راکمې کړي."
په دې وروستیو کې افغانستان ته د ازبکستاني چارواکو سفرونه او له طالب چارواکو سره د هغوی لیدنې کتنې د پام وړ زیاتې شوې دي.
د ازبکستان د صدراعظم مرستیال، چې د لوړپوړو چارواکو، سوداګرو او پانګه والو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و، د طالبانو د حکومت له ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د ریس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو جګپوړو طالب چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې.
تر دې مخکې، د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیذ قدرت اف، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره د ترمز په نړیوال سوداګریز مرکز کې لیدلي وو.
دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د وضعیت او د هغې د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې وې او درې ملیارډ ډالرو ته د دواړو هېوادونو د کلنۍ سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره یې پر یولړاقداماتو هوکړه کړې وه.
په دې اړه نور:
د لازیاتې اقتصادي همکارۍ پر لور د کابل او تاشکند تازه ګام؛ د میلیاردونو هوکړې وشوېپه تېرو پنځو کلونو کې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له ازبکستان سره د طالبانو اړیکې د منځنۍ اسیا د یو شمېر نورو هېوادونو په پرتله په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې دي.
که څه هم ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی خو ورسره نږدې ډیپلوماټیکې اړیکې او د پام وړ سوداګریزې راکړې ورکړې پاللې دي.
ازبکستان د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او افغان ناروغانو ته د درملنې د اسانتیاوو برابرولو په موخه په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان پولې ته څیرمه ترمز ښار کې یو ګډ سوداګریز مرکز هم پرانیستی دی.