عراقچي: د امریکا احتمالي سخت بندیزونه به د تهران په ماتولو بریالي نشي

د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د امریکا د نویو احتمالي بندیزونو ګواښ د ناچارۍ نښه وبلله او ویې ویل چې نوي احتمالي اقدامات به د تهران په ماتولو بریالي نه شي.

ټاکل شوې چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت چې پرایران یې د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ کړی، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې پرتهران احتمالي بندیزونه اعلان کړي.

عراقچي په ټیلیګرام کې په خپره شوې ویډیو کې، هغه څه ته په اشارې سره چې ده "تکراري سناریوګانې" وبللې، وویل: "دا چې هغوی (امریکايي مشرانو) له پوځي عملیاتو څخه ... د هماغو پخوانیو پلانونو مطرح کولو ته مخه کړې، ښيي چې هغوی له سختې ناچارۍ سره مخ دي."

هغه وویل، واشنګټن باید له ایران سره په درناوي خبرې وکړي، څو "د عدالت او عزت پر بنسټ حل‌لاره" وموندل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد به چې "ایران ته د ژغورنې هر ډول مرسته" برابره کړي، له اقتصادي پایلو سره مخ شي.

د امریکا د خزانې وزیر هم له چین څخه چې د ایران د صادراتي تېلو څه باندې ۸۰ سلنه پیري، غوښتي چې له واشنګټن سره همکاري وکړي.