تاجکستاني چارواکي: یوې وسله‌واله نښته کې دوه افغان قاچاقبران ووژل شول

ارشیف، د تاجکستان یو امنیتي سرتېری

د تاجکستان امنیتي چارواکي وايي، له افغانستان سره پر ګډه پوله‌يې د یوې وسله‌والې نښتې پر مهال دوه افغان قاچاقبران وژلي دي.

تر اوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په هغه بیان کې چې د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې خپور کړی راغلي، "دغه قاچاقبران د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدنکي وو چې له تاجکستاني سرحدي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي".

په بیان کې راغلي، "نښته له تاجکستان سره پر پوله د جیحون په فتح‌اباد سیمه کې شوې ده".

د بیان په ټکو، "له قاچاقبرانو په سیمه کې یو میل کلاشینکف، یو میل تفنګچه او ۱۷ کیلوګرامه چرس پاتې دي".

تاجکستاني چارواکي وايي، "د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نشه‌يي توکو له قاچاقبرانو سره په ۷ وسله‌والو نښتو کې ۱۷ افغان تبعه وژل شوي او ۶۰۱ کیلوګرامه مخدره توکي يې ضبظ شوي دي".

تاجکستان له افغانستان سره نږدې زر کیلومټره ګډه پوله لري چې روسیه او یو شمېر نورو هېوادونو ته د نشه‌يي توکو د قاچاق یوه له اصلي لارو بلل کېږي.