د بندیزونو زیاتېدو سره هم‌مهاله د ایران ولسمشر د جګړې د ختمېدو غوښتونکی شو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي "ښه ده چې له امریکا سره روانه جګړه پای ته ورسوو".

هغه د جمعې په ورځ د (اګسټ ۲۱مه) په یوې وینا کې ومنله چې ایران له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه وړاندې وویل "له امریکا سره جګړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې او ټوله نړۍ د ایران په بریا اعتراف کوي، ښه دا ده چې دا جګړه پای ته ورسوو".

د پزشکیان په خبره، "دا څرګندونې د تسلیمۍ په معنی نه‌دي او هېڅکله به د امریکا بدمعاشۍ ته سر ټیټ نه‌کړو".

د ایران ولسمشر وروسته له هغه له امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو خبره کوي چې امریکايي چارواکو پر ایران د تازه اقتصادي بندیزونه خبره کړې ده.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د پنجشنبې په ورځ د (اګسټ ۲۰مه) وویل، " موږ پر ایران د فشار ښه وسیله په لاس کې لرو او کولای شو چې پر دغه هېواد نور اقتصادي فشارونه واچوو".

بل پلو، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وايي، "که موږ هر څومره پوځي ځواک ولرو، خو که چېرته مو اقتصاد تر فشار لاندې وي، خلک مو وږي وي او د ملي اقتصاد وده نه‌لرو، دوام نه‌شو ورکولی".

د امریکا او ایران ترمنځ له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د سولې مذاکراتو چندان نتیجه نه‌ده ورکړې.

امریکا هڅه کوي د اقتصادي فشارونو له لارې پر ایران د سولې د مذاکراتو شرایط ومني.

اټومي وسلو ته د ایران نه‌لاسرسی او د هرمز په تنګي کې د کښتیو ازاده تګ راتګ د مذاکراتو له عمده شرایطو څخه دي.