عائشه وهاب د پنجشنبې ورځې ټاکنو کې له بریا وروسته دامریکا د کانگرس لومړنۍ افغان الاصله امریکايۍ غړې شوه .
د کالیفورنیا ایالت د سنا مجلس غړې عائشه وهاب د پنجشنبې ورځې په ځانګړو ټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه کړ او دډیموکراټ غړي ایریک سوالویل پاتې دوره کې به د کانګرس غړې وي.
سوالویل چې د کالیفورنیا د والي د مقام لپاره یې ټاکنو کې سیالي کوله، د اپرېل په میاشت کې یې وروسته له هغې له خپلې ټاکنیزې مبارزې لاس واخیست او له کانګرس څخه یې استعفا وکړه چې د جنسي تېري تورونه پرې ولګیدل چې ردوي یې.
میرمن وهاب خپلې سیالې میلیسا هرناندیز ته سره لدې ماتې ورکړه چې دهغې لپاره په دغو ټاکنو کې لوی لګښتونه وشول.
عائشه وهاب له بریا وروسته وویل چې بریالیتوب یې وښودله چې انتخاباتي حوزه یې" په پیسو نه شي اخیستل کیدای."
نوموړې د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې د هایوارډ ښار د شورا غړیتوب ترلاسه کړی و.
میرمن وهاب په داسې حال کې دامریکا کانګرس ته لار مومي چې دننه په افغانستان د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو او ښځو په زده کړو ،کار او په عامه چارو کې یې په ونډې محدودیتونه لګول شوي دي.