د کډوالۍ په سیوري کې د نویو جوړو شویو فرهنګي ټولنو هڅې

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، زرګونه افغانان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول. د دغو کډوالو په منځ کې ګڼ شمېر لیکوالان، شاعران، هنرمندان، ژورنالیستان، څېړونکي او نور فرهنګي فعالان هم شامل وو.

که څه هم کډوالي د دوی لپاره له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مل وه، خو فرهنګي فعالیتونه یې ونه درول او په نوې فضا کې یې د خپلو فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او ودې لپاره نوې لارې وموندلې.

افغان لیکوال او شاعر نوراغا نوراني ږايي:

" له کله نه چې اروپا ته په ځانګړي ډول هالند ته راکډوال شوم، ډیر په دې لټه کې وم چې داسې یو فرهنګي ادرس پیدا کړم او هلته خپله مینه خړوب کړم."

نوراني زیاتوي چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یې، د جلال کوټ ادبي خوځښت فعالیتونو کې برخه درلوده، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته هالند ته کډوال شو او هلته یې (نارنج) کلتوري ټولنه جوړه کړه:

" دغسې کوم ادرس او ټولنه نه وه، بیا اړ شو چې (نارنج) کلتوري ټولنه مو دلته جوړه کړه، چې په پرانیسته کې یې د هالند سربیره د نورو ګاونډیو هیوادونو لیکوالو او مشرانو هم برخه اخیستې وه، او دوی وخت، ناوخته زموږ پروګرامونو ته راغلي دي."

ښاغلی نوراني وايي، دوی تر اوسه د ګڼو نورو ادبي او هنري پروګرامونو تر څنګ هر کال (نارنج ګل) دودیزه مشاعره او میله هم جوړه کړې ده.

علم ګل سحر وویل، دوی هڅه کوي چې د کډوالۍ په چاپېریال کې نوی نسل له خپلې ژبې، ادب او فرهنګي هویت سره بلد وساتي

دی زیاتوي سره له دې چې میشتې کلتوري ټولنې له مالي محدودیتونو، دایمي امکاناتو د نشتوالي او د غړو د بوختیاوو په څېر ستونزو سره مخ دي، خو د دوی فعالیتونه ښيي چې افغان فرهنګیان لا هم د خپلو فرهنګي میراثونو ساتنې ته ژمن دي.

په ورته وخت کې په جرمني کې هم یو شمیر فرهنګیانو د ( پُل ) په نوم یوه فرهنګي ټولنه جوړه کړې.

د دې ټولنې مشر، لیکوال او شاعر علم ګل سحر ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د کډوالۍ په چاپېریال کې نوی نسل له خپلې ژبې، ادب او فرهنګي هویت سره بلد وساتي او د افغانانو فرهنګي اړیکې له نړیوالو ټولنو سره لا پیاوړې کړي.

" (پُل) کلتوري ټولنه دوه کاله مخکې د جرمنی په برلین کې جوړه شوه او طبعي ده چې فعالیتونه یې یوازې فرهنګي دي، له دې نه علاوه لکه څنګه چې له نومه یې څرګندېږي ( پُل ) کوشش کوي چې د نورو ټولنو او کلتورونو تر منځ د یو پُل په ډول واوسي، مثلاً هڅه دا ده چې د افغانستان کتابونه په جرمني او نورو نړیوالو ژبو وژباړي او له نورو ژبو، پښتو او دري ته وژباړل شي. "

د یادونې ده چې دا هڅې یوازې تر اروپايي هیوادونو محدودې نه دي پاتې بلکې په کاناډا، امریکا، استرالیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې هم شوې دي.

په کاناډا کې د ( افغان - کاناډا د ځوانانو شورا) چې د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې جوړه شوې هم مشر یې عبدالخالق ایوبي ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په خپلو کړنو کې فرهنګي پروګرامونه هم لري:

" ادبي او هنري پروګرامونه هم زمونږ په کړنلاره کې ځانګړی ځای لري، دا هم جوړوو او جوړ کړي مو دي، مونږ د اخترونو میلې لرلې او همداشان، دغه شان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د کلیزې په مناسبت مو برنامه په تورنتو کې نیولې وه. "

د مرکه شویو کسانو په خبره، د کډوالۍ ژوند که څه هم له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو فرهنګي فعالیتونه د افغانانو ترمنځ د یووالي، هویت ساتنې او فکري اړیکو د پیاوړتیا مهمه وسیله ګرځېدلې ده. دوی باور لري چې فرهنګ د ملتونو د بقا او دوام بنسټ دی او باید په هر ډول شرایطو کې ژوندی وساتل شي.

د یادونې ده، د دغو فرهنګي ټولنو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې ډېری فعالیتونه یې د ټولنیزو رسنیو او انلاین غونډو له لارې ترسره کېږي. دا چاره د دې لامل شوې چې افغان فرهنګیان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په ګډه په ادبي او هنري پروګرامونو کې برخه واخلي او خپلې تجربې سره شریکې کړي. د انټرنېټي فضا له برکته د افغان فرهنګي فعالانو ترمنځ اړیکې لا پراخې شوې او د همکارۍ نوې زمینې رامنځته شوې دي.