د امریکا مرستیال ولسمشر وايي واشنګټن د ایران په وړاندې یوې "نوې مرحلې" ته داخل شوی چې په کې د ایران د اټومي هلوځلو د مخنیوي لپاره پرله پسې اقتصاد فشار دامریکا ترټولو مهمه وسیله ده.
جې ډي ونس " کلي او باک خپرونې" په نامه پادکست سره مرکه کې وویل: " فکر کوم چې مونږ یوې نوې مرحلې ته داخل شوي یو. هغه څه چې څو ورځې وړاندې ولسمشر( ټرمپ) وویل دا وو چې مونږ د دوی ( ایران) متعارف ځواکونه له مینځه وړي دي. دغه راز مونږ د دوی په هغو زیر بناوو چې د وسلې د جوړولو لپاره یې کاروي ډیر فشار وارد کړی دی. "
ونس زیاته کړه: " اوس په یوه ډول مونږ نوې مرحلې ته داخل شوي یو چې تر ټولو اغیزناکه وسیله په کې اقتصادي فشار دی چې پر دوی یې وکاروو. "
د ولسمشر ټرمپ مرستیال وايي امریکا نیت لري چې دغه بهیر ته ځکه ادامه ورکړي چې باور لري چې اقتصادي فشار د"نهايی هدف" ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره لار ده.
جې ډي ونس د ایران د اټومي پروګرام په تړاو دامریکا د حکومت د دریځ په هکله د ولسمشر ټرمپ خبره تکرار کړه چې ویلي دي ایران به هیڅکله اټومي وسله ونلري او دايي هم وویل چې د ایران اټومي تاسیسات له مینځه وړل شوي دي.