له پاکستانه په ۱۵ ورځو کې له ۵۳ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي

ارشیف، له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ تر ۱۵مې نېټې پورې له پاکستان څخه څه باندې ۵۳ زره او ۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدنه د جون د دوهمې نیمایي په پرتله ۳۷ سلنه او د هغوی جبري ایستل ۱۳۶ سلنه زیات شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۱۵مې پورې نږدې ۲.۶ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان وايي، ۹۶ سلنه راستنېدونکو دوی ته ویلي چې د پاکستان د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو وېره افغانستان ته د دوی د ستنېدو تر ټولو مهم لامل و.