افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ «د زمري په ۲۹مه» د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، له دوړو او خاورو سره د تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
په اېکسپاڼه د دې ادارې خبرپاڼه وايي، په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي متره پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له پورته کېدو سره د سختو بادونو د لګېدو امکان شته او په بېلابېلو سیمو کې یې سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یکشنبې په ورځ «د زمري په ۲۵مه» ویلي و چې د روان میلادي کال له پیل څخه د اګسټ تر میاشتې پورې په افغانستان کې له ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي او ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.