د بخښنې نړیوال سازمان او افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت (یوناما) کابل کې د دوشبنې ورځې د چاودنې په هکله د هر اړخیزو، خپلواکو او بېپرې څېړنو غوښتنه کوي.
یوناما تأییدوي چې په چاودنه کې له ۹ تر ۱۴ کاله عمر لرونکي ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
یوناما خپله اېکسپاڼه کې له ټپيانو او کورنیو سرهیې د همدردي په څرګندولو سره د دغې پېښې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې.
مخکې ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د دشت برچي د مهدیه ښارګوتي سیمه کې د یوه ښوونځي مخې ته د لاسي بم دغې چاودنه کې شاوخوا ۵۲ کوچنیان ټپیان شوي دي.
یوناما وايي ښوونځي او د زدهکړو مراکز باید خوندي وساتل شي.
په عین حال کې د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنشنل دشت برچي کې دغه چاودنه د ډېرې اندېښنې وړ بولي او وايي چې دغه اکثریت هزاره مېشتې سیمه کې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو لهخوا پر ښوونځیو، جوماتونو، عامه ترانسپورټ او روغتیايي مرکزونو پرلهپسې بریدونه شوي دي.
امنستي انټرنشل له طالب چارواکو غوښتي چې د مذهبي او قومي لږکیو په شمول په افغانستان کې د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي.
یاد سازمان د پېښې په هکله د نړیوال قانون او معیارونو سره سم د یوې هر اړخیزې، اغېزمنې، خپلواکې او بېپرې پلټنې غوښتنه کوي او وايي چې تورن کسان باید په عادلانه محکمه کې عدالت ته وسپارل شي.
تر دې مخکې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ هم د سې شنبې په ورځ (د زمري په ۲۷مه) د پېښې په تړاو د بشپړو او بېپرې څېړنو غوښتنه کړې وه.
د سیمې یو اوسېدونکي چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي د سې شنبې په ورځ (د زمري په ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې اکثر زدهکوونکې نجونې چې د چاودنې پر مهالیې ښوونځي کې یوه فرهنګي برنامه اجرا کوله ټپیانې شوې دي.
دی زیاتوي: "د امام زمان په روغتون کې د مریضانو (ټپیانو) وضعیت چې زه تر نیمې شپې یا چې ووایم تقریباً تر سهاره هلته وم ښه و، یوازې د ۳ یا ۴ کسانو وضعیت وخیم و او یو څه د اندېښنې وړ و او د نورو وضعیت ښه و او ټپونهیې هم سطحي و، زه له همغې شېبې چې ټپيان روغتون ته وړل شوي وو، تقریباً له پېښې نیم ساعت وروسته چې ټپیان انتقال شوي وو، د امام زمان روغتون لومړنی ځای و چې زه هلته ورغلم."
د کابل امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې چاودنه کې یو شمېر کوچنیان سطحي ټپیان شوي او د پېښې په تړاو تحقیقات پیل شوي دي.
په دې اړه نور:
د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه شوېسره له دې چې کومې ډلې د پېښې مسئولیت تر اوسه په غاړه نهدی اخیستی، خو مخکې د داعش خراسان ډلې د کابل په دې سیمه کې د ورته بریدونو پړه منلې ده.