د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکې وایی چې له ایران سره یې ټولې سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې درولې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مشرې، عفراء الحاملي، د سې شنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي: "په سیمه کې د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله چې سیمه ییزه او نړیواله سوله او امنیت کمزوري کوي، له ایران سره ټول تجارت، سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې تر بلې خبرتیا پورې درول شوې دي."
د امارت دې چارواکې "د متحده عربي اماراتو او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي اړیکو په اړه ادعاوې" رد کړې، خو په دې اړه یې نور جزئیات وړاندې نه کړل.
دا اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت اعلان وکړ چې "له ایران څخه توغول شوي دوه بالستیک توغندي" یې کشف او شنډ کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه ادعا "بېاساسه" بللې ده.
ایران له متحده عربي اماراتو سره پراخې اقتصادي او مالي اړیکې لري او د وروستۍ جګړې تر پیل مخکې د اماراتو بندرونه ایران ته د ډېرو وارداتي توکو د لېږد مهمې سرچینې وې. له دې سره سره، د دواړو هېوادونو اړیکې د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پیل راهیسې له ترینګلتیاوو سره مخ شوې دي.