د پاکستان حکومت وایي، یوه خصوصي روغتون ته د عمران خان د لیږدولو په اړه د سترې محکمې پریکړه ننګوي

د پاکستان حکومت وایي، د سترې محکمې هغه پرېکړه به وننګوي چې له مخې یې په بند کې د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د طبي معایناتو لپاره یوه خصوصي روغتون ته انتقالېږي.

د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په یوه ویډیويي بیان کې چې د پاکستان دولتي راډیو پرخپله ایکسپاڼه کې خپورکړی، وویل: "دا پرېکړه د قانون په چوکاټ کې نه راځي." هغه ویلي چې حکومت پردې پریکړې د بیاکتنې لپاره عریضه وړاندې کوي او غوښتنه به وکړي چې د یوه خصوصي روغتون پرځای هغسې چې محکمې پریکړه کړې، د ۷۳ کلن عمران خان طبي معاینات په یوه دولتي روغتون کې ترسره شي شي.

د پاکستان سترې محکمې د سې ‌شنبې په ورځ امر وکړ چې عمران خان دې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې زنداني دی، د روغتیايي معایناتو لپاره په اسلام ‌اباد کې د شفا انټرنشنل روغتون ته ولېږدول شي. د پریکړې له مخې د هغه خور او ډاکټرې، عظمیٰ خان، ته به اجازه ورکړل شي چې د درملنې پر مهال ورسره پاتې شي او کورنۍ به یې په اوونۍ کې یو ځل د هغه د لیدو اجازه ولري.

۷۳ کلن عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د فساد په یوه قضیه کې د ۱۷ کلونو بند سزا تېروي. عمران خان او د هغه تحریک انصاف ګوند (PTI) وايي، پر دوی لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.

عمران خان، چې پخوانی مشهور کرکټ لوبغاړی دی، له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان صدراعظم و او لا هم د دغه هېواد تر ټولو اغېزناک مخالف سیاسي مشر بلل کېږي.