امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC پر مشرې او جګپوړي څارنوال بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، متحدوایالتونو د سې شنبې په ورځ د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC پر مشرې او د دې محکمې پر یوه لوړپوړي څارنوال بندیزونه ولګول.

روبیو په یوه اعلامیه کې وویل، ده د دغې محکمې پرمشرې، جاپانۍ قاضي توموکو اکانې او جګپوړي څارنوال عبدلایه سېه چې د سېنېګال تبعه دی، بندیزونه لګولي دي. د رویترز د راپورله مخې دا بندیزونه د ټرمپ د تېر کال د هغه اجرائیوي فرمان له مخې لګول شوي چې د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونو ته اجازه ورکوي.

روبیو وویل: "دغو کسانو په مستقیم ډول د جرمونو د نړیوالې محکمې په هغو هڅو کې برخه اخیستې چې د هغو حکومتونو د چارواکو د څېړنې، نیولو، توقیف یا محاکمې لپاره ترسره کېږي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له صلاحیت سره موافق نه دي."

ICC دا اقدام غندلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دغه بندیزونه د قانون حاکمیت کمزوری کوي.

امریکا تېر کال په بندیزونو کې د ICC څو چارواکي چې څارنوالان او قاضیان هم پکې شامل وو، په نښه کړل. واشنګټن د دغو بندیزونو لپاره د محکمې له خوا د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دې هیواد د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو د حکمونو او همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د محکمې د پخوانۍ څېړنې یادونه کړې وه.

د امریکا دغه نوي بندیزونه د دغو کسانو هره هغه شتمني چې په امریکا کې یې لري، کنګلوي او د امریکا مالي سیسټم ته له لاسرسي څخه یې بې برخې کوي.

دا اقدام د ټرمپ د ادارې له لوري د هاګ مېشتې نړیوالې محکمې پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو وروستی ګام دی. دغه محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا د جنګي جرمونو، نسل‌ وژنې او د بشریت پر ضد د جرمونو د محاکمې لپاره جوړه شوې وه، امریکا یې غړیتوب نه لري.