نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷ کلیزه او په دې هیواد کې عمومي رخصتي ده

نن د اسد یا زمري ۲۸ مه له بریتانوي امپراتورۍ څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو ۱۰۷ مه کلیزه ده. د دغې ورځې په مناسبت د طالبانو حکومت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په هغې اعلامیه کې چې د دغې ورځې په مناسبت خپره کړې، د افغانستان ټولو وګړو ته یې د دې ورځې د مبارکي ترڅنګ ویلي چې افغانانو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې د وخت استعمار، بریتانوي امپراتوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړاستقلال ومني. هغه همدارنګه د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د پوځي یرغلونو په وړاندې د افغانانو د جهاد یادونه کړې او پرافغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو ته په اشاره یې ویلي چې له نن څخه څلور ورځې وړاندې یې د "فتحې" ورځ ولمانځله. طالبانو د اګسټ ۱۵ پرافغانستان د بیاواکمنیدو ورځ د لویو غونډو په جوړولو او یولړمراسمو په ترسره کولو سره ولمانځله خو د خپلې واکمنۍ په پنځو کالو کې یې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هغاسې چې د جمهوریت په دوره او له هغې مخکې کلونو کې لمانځل کیده، نده لمانځلې. خو عامو خلکو په خواله رسنیو کې دا ورځ ډیره یاده کړې ده.

افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان ترواکمنۍ لاندې د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۹ د راولپنډۍ د تړون له لاسلیک وروسته چې د افغان – انګلیس دریمې جګړې ته یې د پای ټکی کیښود، په بهرني سیاست کې خپلواکي ترلاسه کړه.