له لکونو بې‌ځایه شویو افغانانو سره د د کډوالۍ نړیوال سازمان مرستې

افغانستان لا هم په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو او اوږدمهاله بشري بحرانونو له تر ټولو پېچلو حالتونو سره مخ دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وایي چې په څه باندې یوه کال کې یې په افغانستان کې سوونو زره هغو کسانو ته بېړنۍ مرستې رسولي چې دې هېواد ته نوي راستانه شوي یا د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي.

دې سازمان د سې شنبې په ورځ د زمري په ۲۷مه په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له میاشتې د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې یې له ۳۹۳ زره زیاتو کسانو ته بشري بېړنۍ مرستې رسولې دي.

د دې سازمان په خبره له زیانګالو سره دغه مرستې دې سازمان او د اروپایي ټولنې د بشري مرستو له‌خوا برابرې شوي چې په‌کې مؤقتي سرپناوې، ابتدایي روغتیایي خدمتونه، ترانسپورټ او د ژوند د نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نغدې پیسې شامل و.

د «ای او اېم» په خبره، ډېرو هغو کسانو چې مرسته ورسره شوې وه، له افغانستان څخه بهر یې کلونه او ان لسیزې تېرې کړې وې، خو د محدودو امکاناتو او له یوه نامعلوم راتلونکي سره بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، په تېر کال کې افغانستان د راستنېدونکو د بې‌ساري بهیرونو ترڅنګ له پرله‌‌پسې طبیعي پېښو سره مخ شوی چې له امله‌یې پر زیانګالو ټولنو او بشري مرستندویه خدمتونو فشارونه نور هم زیات کړي دي.

د دې سازمان په خبره، افغانستان لا هم په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو او اوږدمهاله بشري بحرانونو له تر ټولو پېچلو حالتونو سره مخ دی.

اټکل کېږي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲،۷ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شي او د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د راستنېدونکو شمېر له ۵،۹ میلیونو اوښتی دی.