افغانستان کې د پولیو د خطر زنګ؛ ۲۲ ولسوالیو کې د واکسین کمپاین دوام لري

ارشیف، افغانستان کې د پولیو واکسین تطبیق

د افغانستان په ۲۲ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین دوام لري.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې له میندو او پلرونو غوښتنه کړې چې خپلو ماشومانو ته له زېږون څخه تر څلورو میاشتو پورې یوازې د پولیو د څاڅکو واکسین ورکړي.

د پولیو د واکسین دغه کمپاین د ننګرهار په ټولو ۲۲ ولسوالیو، د کونړ په ۷ ولسوالیو، د کابل په ۶ ولسوالیو، د هرات په ۲ ولسوالیو او د فراه په ۲ ولسوالیو کې د دوشنبې له ورځې راهیسې پیل شوی او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.

دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۶ کال راهیسې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیایي خدمتونو اړوند بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه په پراخه پیمانه د افغانانو په بېرته ستنېدو سره د دې خطر شته چې پولیو په هغو سیمو کې چې دغه نوي راستنې شوې کورنۍ مېشت کېږي، په چټکۍ خپره شي ځکه اکثره ماشومان چې نوي راستانه شوي، د پولیو په وړاندې په منظم ډول نه‌دي واکسین شوي.