د کوکنارو د بدیل کښت لپاره له نږدې ۲۹ زره کروندګرو د ملګرو ملتونو ملاتړ

د مرسته شویو بزګرو نږدې نیمایي یعنې ۴۹ سلنه‌یې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو په وړاندې د مبارزې اداره (یو اېن او ډي سي) وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې د هغو ۲۸ زره او ۷۴۱ کروندګرو ملاتړ کړی چې پخوا یې کوکنار کرل.

د افغانستان لپاره د دې ادارې څانګې د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې د مرسته شویو بزګرو نږدې نیمایي یعنې ۴۹ سلنه‌یې ښځې بللې او ویلي یې دي چې د مالدارۍ د روزلو، د لمریزې انرژۍ د څاڅکي ‌اوبو لګولو د سیسټمونو په وسیله د لیمو او نورو لیمويي مېوو بڼونو جوړولو، د سبزیجاتو کرلو، د اقلیم له شرایطو سره سم ځیرکې کرنې او د سوداګرۍ پراختیا او بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې دغه مرستې د دې لپاره شوي چې د دوی لپاره دوامداره او قانوني معیشتونه رامنځته کړي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې په دې هېواد کې د کوکنار پر کر، د مخدره موادو پر کاروبار او قاچاق بندیز ولګېد چې د ملګرو ملتونو د دې ادارې په خبره په ۲۰۲۳ کال کې یوازې په نږدې ۱۱ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و چې دا د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی ښیي.

دغه بندیز په سلګونو زره هغه بزګر اغېزمن کړي چې د کوکنارو د کر له لارې یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کولې.