د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ نه خبرې روانې دي او نه هم د خبرو کومه نېټه ټاکل شوې، خو د هرمز تنګی پرانیستی دی.
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشیل کې په یوه بیان کې همدارنګه وویل چې "سمندري محاصره په بشپړ ډول پر ځای ده. د هرمز تنګی پرانیستی او فعال دی. ټول سمندري ماینونه یا لهمنځه وړل شوي او یا هم چاودول شوي دي".
خو تهران ویلي چې د هرمز تنګی تر اوسه تړلی دی.
د روېټرز د راپور له مخې د ایران جګپوړي مذاکره کوونکي او د دې هېواد د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف، د سې شنبې په ورځ په هغو څرګندونو کې چې د دولتي رسنیو لهخوا خپرې شوې وویل چې د هرمز تنګی به تر هغه پورې تړلی پاتې شي، څو امریکا د جون په میاشت کې له ایران سره د شوې لنډمهاله هوکړې شرایط پوره کړي.
قالیباف پارلمان ته وویل، په دغو شرایطو کې د ایران پر بندرونو د امریکا د محاصرې پای ته رسول، د ایران پر تېلو د بندیزونو لیرې کول، د تهران د کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کول او په ټولو جبهو کې د ګواښونو او پوځي عملیاتو پای ته رسول شامل دي.
تر دې مخکې د ولسمشر ټرمپ زوم او ځانګړي استازي جېرډ کوشنر د دوشنبې په ورځ بیا د خبرو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویېویل چې خبرې لا هم روانې دي.
کوشنر فاکس نیوز ته وویل چې دی نهشي کولای د دغو خبرو جزئیات بیان کړي، خو دومره ویلی شي چې د امریکا حکومت او د ایران د حکومت د بېلابېلو برخو ترمنځ خبرې ښايي تر بل هر وخت ډېرې پراخې او جدي وي.