د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره وايي افغانستان کې دښځو حقوقو باندې معامله نه شي کیدای

د ملګرو ملتونو د ښځو دڅانګې مشره سیما بحوث

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما بحوث وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو ۵ کاله وروسته ، افغانستان کې دښځو او نجونو محرومیت باید عادي بڼه اختیار نه کړي.

میرمن بحوث د دوشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۶مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د افغان نجونو او ښځو حقوق د معاملې وړ نه دي او ملګري ملتونه د افغان نجونو او ښځو د حقوقو ، عزت او غږ لپاره ددوی ترڅنګ ولاړ دي.

طالبانو ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې د نجونو زده کړې منع کړې.

وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ وتړلې، په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود او په غیردولتي موسسو کې منع شو.

دغه راز پارکونو او تفریح ځایونو ته د ښځو په تګ راتګ او له محرم پرته یې داوږد واټن په سفر هم محدودیت ولګول شو.