د کابل اوسېدونکې ۴۵ کلنه ناجیه چې درې لوڼې لري وایي د زدهکړو د محدودیتونو دوام د هغې د ټولو لوڼو راتلونکې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی دی.
د یوې مور تر ټولو لویه هیله دا وي چې اولادونه یې زدهکړې وکړي، خو زه نه شم کولای خپله او د خپلو درېیو لوڼو دا هیله پوره کړم.د کابل اوسیدونکې ناجیه
ناجیه چې خپله هم د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د لګېدلو محدودیتونو له امله په یوه بهرني بنسټ کې دنده له لاسه ورکړې، زیاتوي چې مشره لور یې اوس په شپږم ټولګي کې زدهکړې کوي او یوازې څو میاشتې نور د ښوونځي د تګ فرصت لري، او نورې دوه لوڼې یې په څلورم ټولګي کې دي:
«زما یوې لور د شپږم ټولګي څلورنیم میاشتنۍ ازموینې بشپړې کړې او یوازې شپږ میاشتې نور ښوونځي ته تلی شي. موږ خپل درد چا ته ووایو؟ څوک یې اوري؟ ځینې وختونه ډېر ژاړم، کله چې لور مې له ما پوښتي: مورې! زما د ښوونځي یوازې شپږ میاشتې پاتې دي، له هغې وروسته به زه هم ستا په شان بېکاره په کور کې کښېنم؟»
په داسې حال کې چې یو شمېر نجونې لا هم ښوونځیو ته د بېرته ستنېدو په تمه دي، ځینې نورې چې هڅه یې کړې له نورو لارو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، هغه دروازې یې هم پر مخ تړل شوې دي.
کور کې ناسته یوه افغان نجلۍ چې درس وايي
په هرات کې یوې مور، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل چې د طالبانو د حکومت له لوري د زدهکړو له بندیزونو وروسته یې څو ځله هڅه کړې چې خپلې لور ته د زدهکړو زمینه برابره کړي، خو هر ځل له نویو محدودیتونو سره مخ شوې ده:
«نه پوهېږم څه وکړم. زما لور تر دوهم ټولګي پورې د معالجوي طب په برخه کې زدهکړې کولې. له بندېدو وروسته مې هغه په یوه انسټیټیوټ کې شامله کړه او هلته یې د تغذیې په برخه کې دوه کاله زدهکړې وکړې، خو کله چې درېیم سمسټر ته ورسېده، هغه برخه هم وتړل شوه»
طالبانو د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه) پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې. وروسته یې د ۱۴۰۱ کال په قوس میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړې هم منع کړې او د ۱۴۰۳ کال په قوس میاشت کې یې نجونې له طبي انسټیټیوټونو هم محرومې کړې.
ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي، او دا بهیر د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې یو لوی خنډ دی.
دې سازمان د شنبې په ورځ، د اسد په ۲۴مه، د طالبانو د واکمنۍ د پنځه کاله پوره کېدو په تړاو په خپله ایکس پاڼه یوې اعلامیه کې «افغان نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړئ» په شعار سره ویلي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې پکې د لومړنیو زدهکړو وروسته د نجونو او ښځو تعلیم منع شوی دی.
د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستل کېدو په اړه د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ور نه کړ. خو د طالبانو بېلابېلو چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د دغو محدودیتونو لرې کول د دوی د مشر «بل امر» او د لازمو شرایطو برابرېدو سره تړاو لري. هغه ژمنې چې تر اوسه نه دي عملي شوې او د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لا هم دوام لري.
دا کورنۍ له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د نجونو د زدهکړو زمینه برابره کړي، او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي.
ځینې کورنۍ وایي چې د دې وضعیت دوام د خپلو لوڼو د نامعلوم راتلونکي په اړه د هغوی اندېښنې او رواني فشارونه نور هم زیات کړي دي.
د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ یو ۴۷ کلن اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي چې د هغه دوه پېغلې لوڼې تل ترې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پوښتنه کوي.
زما لوڼې هره ورځ پوښتي چې پلاره، ښوونځي او پوهنتونونه به کله پرانیستل شي؟ زه هغوی ته په یو ډول ډاډ ورکوم چې انشاءالله یوه ورځ به د زدهکړو دروازې بېرته پرانیستل شي. خو حقیقت دا دی چې دې وضعیت پر کورنیو دروند رواني فشار راوړی او فضا یې د زندان په شان کړې دهد بغلان د دوشي یو اوسیدونکی
که څه هم د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او د ژوند پر ځینو برخو د محدودیتونو لګول ردوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوق خوندي دي، خو د زدهکړو د حقونو یو شمېر فعالان وایي چې د تعلیمي محدودیتونو دوام پر ټولنه منفي اغېزې لري او که دوام وکړي، د هېواد او ټولنې راتلونکې ته به لا درنې پایلې ولري.
د زدهکړو د حقونو فعال خوشحال روهي ازادي راډیو ته وویل:
«د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د هر ډول پلمې د له منځه وړلو لپاره د طالبانو پنځه کلنه واکمني کافي ده. نور هېڅ پلمه نه شي کولای د نجونو د ښوونځیو تړل توجیه کړي. زما په اند د دې وضعیت دوام او دا پلمه چې ګواکې د مشر بل امر ته اړتیا ده، نه یوازې یوه سیاسي پرېکړه ده، بلکې د یوه ملت د شعور سپکاوی هم دی؛ هغه ملت چې خپل راتلونکی د خپلو اولادونو په زدهکړو کې ویني. له بده مرغه موږ لا هم د نجونو د زدهکړو د محدودیتونو درنه بیه پرې کوو.»
د طالبانو د واکمنۍ په پنځه کاله پوره کېدو او د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په دوام سره د ناجیې په څېر میندو لپاره دا انتظار یوازې د زدهکړو د فرصتونو له لاسه ورکول نه دي، بلکې د هغو هیلو او ارمانونو د راتلونکي په اړه اندېښنه هم ده چې دوی یې د خپلو لوڼو لپاره لري.